پېشور ۔6 جنوری(اے پی پی) د چين د نوي كال مناسبت سره د پېښور په چينائي كلتوري مركز چائنه ونډو كښې يوه په زړه پورې دستوره وشوه۔ دستوره كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو۔ دستورې ته پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ آن لائن خطاب وكړو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې ګورنر حاجي غلام علي ووئيل پاكستان او چين يو بل سره د شاتو نه زياتې خوږې ٬ هماليه نه زياتې دنګې او د سمندر نه زياتې ژورې اړيكې لري۔ ګورنر ووئيل ګاونډي هېواد چين په هر سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړې او پاكستان هم كله د چين له مرستې څخه وروستو شوې نه دې۔ ده ووئيل اګر كه نن مونږ معاشي صورتحال سره مخ يؤ خو د چين سي پېك منصوبې سره به په يقيني توګه په پاكستان كښې د اقتصادي پرمختګ يو نوے دور پېل شي۔ ده ووئيل په رشكۍ اكنامك زون كار پېل شوے دے او دا به صوبه كښې د معاشي هلو ځلو زياتولو سره سره د سيمې خلكو لپاره د روزګار لويې سبب وګرځي۔ ده ووئيل زه په دې موقعه د خپل حكومت لخوا د چين حكومت او اولس ته د نوي كال مباركي وركوم او هيله لرم چې د پاكستان او چين اولس به سباؤن كښې هم دغسې د يو بل په خوشحالو كښې ګډون كوي۔ د چين سفير په خپل آن لائن خطاب كښې ووئيل د نوې كال دستورې د چين اولس لپاره د يو اختر حېثيت لري كومې چې نه يوازې په چين بلكه په ګرده نړۍ كښې لمانځلې شي۔ ده ووئيل په پېښور كښې د نوي كال مناسبت سره دستوره كول د پاك چين ملګرتيا د ستائنې وړ ګام دے۔ ده ووئيل چين د خپل ګاونډي هېواد پاكستان په اقتصادي پرمختګ كښې خوښي لري۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه د ځانګړې اړيكو اندازه دې څخه لګېدې شي چې وزيراعظم شهباز شريف د کمیونسټ پارټي آف چائنه كانګرس څخه وروستو د چين دوره كوؤنكې اولنې بهرنې لارښود وو۔ نونګ رونګ ووئيل چې چين د سي پېك لاندې د 25 ارب ډالرو سرمايه كارۍ سره 47 منصوبې بشپړ كړې دي۔ ده ووئيل چين پاكستان كښې د سېلاب د لاسه په شوي زيان قابو موندلو له د 500 ملین یوان بېړنۍ مرسته اعلان كړې۔ پاكستان تر دې دمه د مجموعي مرستې 36 اربه روپۍ رارسېدلې دي۔ چيني سفير نونګ رونګ په دستوره كښې په ګډون كولو د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي مننه وكړه او د دستورې په كولو يۍ د چائنه ونډو منتظمينو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔