د 5 جنورۍ لمانځلو مقصد د نړيوالې ورورلۍ پام كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق وركولو لوظ عملي كولو پلو ګرځول دي٬ د پنجاب اعلی وزير پروېز الهي

لاهور۔5جنوری (اے پی پی) د پنجاب اعلی وزير پروېز الهي وئيلي دي د 5 جنورۍ لمانځلو مقصد د نړيوالې ورورلۍ پام كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق وركولو لوظ پلو ګرځول دي۔ د زيارت په ورځ په خپل بيان كښې ده ووئيل د تېرو 74 كالو راهېسې كشميري اولس په 5 جنورۍ كال 1949 د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كړي لوظ عملي كېدو ته سترګې په لاره دے۔ ده ووئيل هند د كشميري اولس د منلي شوي حق پرله پسې خلاف ورزي كوي ٬ هغه په جموں وكشمير كښې د كشميري اولس د تشخص بدلولو ناوړه هڅه كوي۔ ده په نړيواله ورورولۍ ٬ ملګرو ملتونو او د بشري حقونو په نړيوالو تنظيمونو زور راوړو چې هغه دې د هند د ګامونو په ضد اېكشن واخلي۔ ده ووئيل هند مقبوضه جموں وكشمير د نړۍ تر ټولو لويې ملټرائزډ زون جوړ كړې دې كومه چې د نړيوال قانون خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل مونږ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د كشميري اولس د جذباتو ترجماني كوؤ او دا به دغسې روانه ساتؤ۔ ده ووئيل هند له به دا ياد ساتل وي چې كوم هم دېوال د آزادۍ خوشبو ايسارولې نه شي۔ آزادي د كشميري اولس حق دے ٬ كه لوے څښتن ته منظور وي د دوئي هڅې به رنګ راوړي۔