ملګري ملتونه دې د كشمير په اړه خپل قراردادونه عملي كړي٬ كل جماعتي حريت كنفرنس

سرينګر ۔5 جنوری (اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي جموں وكشمير كښې د كل جماعتي حريت كنفرنس نظر بند چيئرمېن مسرت عالم بټ او نورو لارښود ملګرو ملتونو څخه غوښتنه كړې ده چې هغه دې د كشمير د خپلواكۍ حق سره اړوند خپل قراردادونه عملي كولو سره د كشمير مسئله حل كړي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې مسرت عالم د نوي ډيلي تهاړ زندان څخه لېږلې شوي او په سرينګر كښې جاري كړې شوي يو پېغام كښې وئيلي چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل لخوا په كال 1949 كښې د جنورۍ په 5 مه نېټه د كشميري اولس د خپلواكۍ حق سره اړوند د منظور شوي قراداد تر دې دمه نه عملي كېدل د نړيوالې ادارې د موجودګۍ په اړه يوه لويې سواليه نشان دے۔ ده ووئيل كشميرې اولس د څو لسيزو څخه د خپل حق ترلاسه كولو په هڅو كښې ځانګړې قربانۍ وركوي۔ ده وئيل د هند ضد د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په قراردادونو د عمل درآمد په لاره كښې لويے خنډ دے۔ ده ووئيل هندي حكومت په 5 اګست 2019 د غېر قانوني او يو اړخيزه ګام د لارې د مقبوضه سيمې خصوصي حېثيت ختمولو سره دا په زور هند كښې د ضم كولو او د كشمير د متنازعه حېثيت بدلولو هڅه وكړه۔ ده ووئيل مېړنو كشميري وګړو د هندوتوا هندي حكومت ټولو غېر قانوني او ناوړه اقدامات مسترد كړې دي۔ ده ووئيل پاكستان د كشميري اولس د خپلواكۍ حق زبردست ملاتړ كوي او بشپړه هڅه كوي چې كشميري اولس ته خپل حق ترلاسه شي او دوئي د خپل سياسي سباؤن پرېكړه پخپله وكړي۔ ده ووئيل نړيوالې ورورلۍ او په خاص توګه ملګرو ملتونو له به وړاندې راتلل وي دغسې چې كشميرې اولس د هندي ظلم او زياتي څخه خلاصولو له خپل كردار ترسره كړې شي۔ د كل حماعتي حريت كنفرنس لارښودو خادم حسېن او سيد سطب شبير قمي په سرينګر كښې جاري شوي مشتركه بيان كښې وئيلي چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په 5 جنوری 1949 منظور كړي يو قرارداد كښې د كشميري اولس د خپلواكۍ حق تسليم كړې وو خو د يوې اوږدې مودې تېرېدو باوجود كشميري اولس ته د خپل حق نه ترلاسه كېدل د افسوس وړ دي۔ دوئي ووئيل د نړيوالې ادارې په منظور كړې شوي قرارد د عملدرآمد نه كېدل د ادارې وجود ته ګوته پورته كوي۔ دوئي ووئيل پاكستان د كشمير مسئلې يو مهم فريق كېدو سره سره د كشميري اولس يو لويے وكيل دے او خوښي لري چې كشميري اولس ته خپل حق ترلاسه شي۔ خادم حسین او سید سبط شبیر قمی ووئيل چې دا د نړيوالې ورورولۍ ذمه واري ده چې هغه د كشمير مسئله حل كولو له د هند د ضد او وعده خلافۍ نوټس واخلي او د دې مسئلې حل لپاره په هند زور راوړي۔