سرينګر 04 جنوري (اے پي پي)مقبوضه جمو كشمير كښې د كل جماعتي حريت كنفرنس لارښودو غلام احمد ګلزار او نعيم احمد خان د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه كړې چې په 5 جنوري 1949 د منظور كړې شوي قرارداد پشمول د خپلو قراردادونو له مخې د كشمير شخړې حل په حقله خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي۔د كشمير مېډيا سروس له مخې حريت لارښودو دا غوښتنه په 5 جنوري 1949 د ملګرو ملتونو د اړخه منظور شوي قرارداد په موقع كړی چې پكښې كشميريانو له د خپلواكۍ حق وركولو ضمانت شوې وو۔د كل جماعتي حريت كنفرنس لارښود غلام احمد ګلزار په سرينګر كښې په يو بيان كښې وئېلي دي چې 5 جنوري 1949 قرارداد د دې خبرې واضحه ثبوت دې چې كشمير د هند كورنۍ معامله يا اټوټ انګ نه دې بلكې په نړيواله كچه منلې شوې متنازع سيمه ده۔ده په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې 7 لسيزو راهيسې د كشميريانو سره شوې لوظ پوره نه شو۔په غېر قانوني توګه نظر بند د كل جماعتي حريت كنفرنس سينئر لارښود نعيم احمد خان د نوي ډېلي تهاړ زندان څخه جاري شوي يو پېغام كښې په ملګرو ملتونو زور راوړې چې د كشمير په اړه د 5 جنوري 1949 په قرارداد عملدرآمد له جدي هڅې وكړي٬ده ووئيل په دې تاريخي قرارداد عملدرآمد څخه د هند انكار سيمه يو غېر يقيني صورتحال سره مخ كړې۔حريت لارښود په ډاګه كړه چې د هند دې ډول پالېسي د تېرو اووه لسيزو راهيسې شخړيز كشمير امن ناكه حل په لاره كښې لويې خنډ دې۔ده ووئيل اوس وخت راغلې چې ملګري ملتونو سلامتي كونسل د دې نوټس واخلي او په خپل قرارداد عملدرآمد باوري كړي