مقبوضه بېت المقدس۔4جنوری(اے پی پی) د ملګرو ملتونو وياند مسجد اقصی ته د اسرائيل د قومي سلامتيا وزير اتمار بن يوير په متنازعه دوره خپل غبرګون كښې د مقدس ځايونو وضعيت په خپل ځائې د ساتلو په اهميت زور راوړې دې۔ د چينائي خبري اژانس له مخې د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر وياند فرحان حق ميډيا سره خپلو خبرو كښې وئيلي چې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټېرس ټول عمري له د مقدس ځايونو وضعيت په خپل ځائې د ساتلو په اهميت زور راوړے دے۔ ده وئيل عمومي سېكتر غوښتنه كوي چې د داسې ګامونو پورته كولو څخه بايد ډډه وكړې شي كوم چې د مقدس ځايونو دننه او دې ته نزدې تاؤ تريخوالې رامخې ته كولې شي۔