اسرائیل دې په بېت المقدس كښې د مقدس ځايونو د وضعيت په ځاېې ساتلو خپل لوظونه وپالي ٬ امريكا

واشنګټن ۔4 جنوری (اے پی پی) امریکې د اسرائیل وزيراعظم بنيامين نيتن ياهو ته غږ كړې دې چې هغه دې په بېت المقدس كښې د مقدس ځايونو د وضعيت په ځايې ساتلو خپل لوظونه وپالي۔ د سعودي عربستان د خبري آژانس د خبر له مخې امریکې دا بيان د اسرائیل د ملي امنیت د نوي وزیر، ايتامار بن یویر د مسجد اقصي د صحن دورې پارونكي عمل وروستو جاري كړې دې۔ د سپينې مانړۍ د ملي سلامتيا كونسل وياند ووئيل په مقبوضه بېت المقدس كښې د مقدس ځايونو كمزورې كوؤنكې كوم هم عمل به د قبلولو وړ نه وي۔ په بيان كښې وئيلي شوي چې امريكا په بېت المقدس كښې د مقدس ځايونو د وضعيت په خپل ځائې د ساتلو ملاتړ كوي او د دې په اړه به كوم يو اړخيزه ګام د قبلولو وړ نه وي۔ ده زياته كړه چې امريكا وزيراعظم بنيامين نيتن ياهو څخه غوښتنه كوي چې هغه دې د مقدس ځايونو وضعت په ځايې ساتلو له په خپل لوظ ولاړ پاتے شي۔