باجوړ۔3جنوری(اے پی پی)په باجوړ كښې د يوې كوټې د چھت پرېوتو پېښې په نتيجه كښې 6 كسان مړه او 6 نور ژوبل شوي دي۔ په مړو شويو كسانو كښې 5 كوچنيان او ژوبل شويو كښې دوه مېرمنې ٬ درې كوچنيان او يو ځوانان شامل دے۔ د تفصيلاتو له مخې د باجوړ په خار سيمه كښې د شپې په وخت عید ګاہ جومات ته نزدې د لياقت نومې وګړي د كور د كچه كوټې چھت پرېوتو۔ د چھت د ملبې لاندې راتللو سره 6 كسان په ځائې مړه شول په كومو كښې چې 5 كوچنيان او يو ځوان شامل دې۔ پېښه كښې دوه مېرمنې ٬ درې كوچنيان او يو ځوان ژوبل شوے هم دے۔ د اطلاع په ترلاسه كېدو د رېسكيو 1122 ډله د پېښې ځائې ته ورسېده۔ رېسكيو اهلكارو كسانو د ملبې نه راويستل او ژوبل شوي يۍ په سمدستي توګه د خار ډستركټ روغتون ته منتقل كړل