چين څخه راغلي ټول كوچز ښه برابر دي ٬ په آزمائشي بنيادونو يۍ د چلولو منظوري وركړې شوې ده٬ د رېلوے وياند

لاهور۔3جنوری (اے پی پی) د رېلوے وياند وئيلي دي چې چين څخه راغلي ټول كوچز بېخي برابر دي او پاكستاني رېلوے سره بشپړه همغږي لري۔ ده د نهې په ورځ خپل بيان كښې ووئيل چې د دې كوچز معائنه شوې ده او دې څخه وروستو په آزمائشي بنيادونو د دې د چلولو منظوري وركړې شوې ده۔ د ده وېنا وه چې د كامياب ټرائل څخه وروستو دا مهال ټول كوچز چلولو لپاره چمتو دي۔