سیالکوټ۔3جنوری(اے پی پی) نبی آخرالزمان حضرت محمد مصطفیؐ دواړو جهانونو لپاره رحمت للعالمين جوړ كړے شوے رالېږلے شوے دے۔ هغه د اسوه حسنه تر ټولو غوره مثال دے۔ هغوي چې كومې خوبۍ لري كوم بل بشر يۍ نه لري۔ د دې خيالاتو څركندونه علامه مخدوم حسېن شاه ٬ حضر عباس رضوي ٬ علامه محمد حسېن سيالوي ٬ شاهد حسېن چشتي ٬ ثاقب رضا قادري او نورو علماﺀ كرامو د انجمن محبان کوټلی سید امیر تر انتظام لاندې محفل شان مصطفی ته په خپله وېنا كښې وكړه۔ دوئي ووئيل د نبي علېه السلام شان تر ټولو زيات اوچت دے او مسلمانانو له به په خپل ژوند كښې د هغوي په تعليماتو عمل كول وي دغسې چې په دنيا او آخرت دواړو كښې كاميابي ترلاسه كړې شي۔ دوئي ووئيل مونږ په دې وياړ لرؤ چې د نبي آخر الزمان امت كښې يؤ۔ په محفل كښې د الرحمت وېلفيئر سوسائټي كوټلي مشر سيد امير حاجي محمد يونس ٬ قاسم جاوېد او د انجمن محبان صدر محمد زبېر په شمول نورو مشرانو ګډون وكړو۔