آسټراليا، د دوه چورلكو د ټكر كېدو پېښه ٬ 4 كسان مړه٬ 3 ژوبل

کېنبرا 02 جنوري (اے پي پي) د آسټراليا په کوئنز لېنډ ايالت كښې ميرين تھيم پارك سره نزدې د دوه چورلكو د ټكر په نيتجه كښې 4 كسان مړه٬ 3 ژوبل شوي۔ د چين ميډيا له مخې د کوئنز لېنډ پوليس اهلكارو وئيلي دي چې پېښه د ګل په ورځ رامخې ته شوه چې پكښې 4 كسان مړه او 3 ژوبل شوي كوم چې نزدې روغتون ته منتقل كړې شوې دي۔ د اسټراليا د ټرانسپورټ سېفټي بېورو د پېښې پلټنې پېل كړې دي