صوابي ٬ د جومات دېوال پرېوتو پېښه ٬ 1 مړ ٬ 2 ژوبل

پېښور ۔2جنوری(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا په ګدون امازۍ انډسټريل سټېټ كښې په يو جومات کښې د کار په مهال د ديوال د نړېدو له امله يو تن مړ او دوه نور ژوبل شوي۔ د تفصیلاتو له مخې د ګدون امازې په تناول ګلي کنډ سیمه کښې وګړي د جومات په تعمير كښې بوخت وو چې ناڅاپي دېوال پرېوتو۔ د پېښې په نتيجه كښې يو تن په ځائې مړ او دوه نور ټپيان شول۔ بلخوا رېسكيو ډلې د پېښې ځايې ته رسېدو سره مړې او دوه ژوبل كسان نزدې روغتون ته منتقل كړل۔