استور 01 جنوري (اے پي پي) د ګلګت بلتستان وزيراعليٰ خالد خورشيد د نوي كال په موقع په خپل خصوصي پيغام كښې ټولو وګړو له د نوي كال په پيل كيدو مباركي وركړې ده او د هېواد سلامتيا لپاره ئې خاص دعا وكړه۔ده ووئيل كال 2022 كښې ټول قام د لويو چيلنجونو سره مخ شوې ؤ،دعا كوو چې لوے څښتن نوې كال د ټول هېواد او اولس لپاره د سوكالۍ كال وګرځوي۔ده ووئيل هيله لرو چې كال 2023 به د هېواد لپاره يو ښه كال ثابت شي او ګلګت بلتستان كښې د كوټلي پرمختګ كوم مزل چې پيل شوې هغه به ترسره شي۔