پېښور 29 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئيلي دي د هېواد بقاء، سلامتيا او استحکام لپاره قبائيلي اولس بې مثاله قربانۍ وركړي۔ دا خبره ګورنر د زيارت په ورځ په ګورنر هاٶس كښې د ټرائبل يونين آف جرنلسټس کابينې د سوګند پورته كولو دستورې په مهال كړې٬ په دې موقع ګورنر د ټرائبل يونين آف جرنلسټس چيئرمېن قاضي فضل الله او کابينې څخه سوګند هم واغست۔ ګورنر ووئيل د هېواد بقاء، سلامتيا او استحکام لپاره قبائيلي اولس بې مثاله قربانۍ وركړي٬ ده ووئيل د ناامنۍ په دور كښې قبائلي خبريالانو چې په كومه مړانه د سختو حالاتو مقابله كړې ھغه د ستائنې وړ ده۔