په سوشل ميډيا زما د مرګ خبرونه رښتيا نه دي٬ د وزيراعظم شهباز شريف او وفاقي وزيرې مننه كوم۔ د نوموړي فنکار فردوس جمال ويډيو پېغام

اسلام آباد 29 دسمبر (اے پي پي) د فلم او ټي وي نوموړي فنكار فردوس جمال وئيلي دي په سوشل ميډيا زما د مرګ خبرونه رښتيا نه دي٬ الحمدللہ زه ژوندے يم او وزيراعظم محمد شهباز شريف او د اطلاعات وفاقي وزېرې مريم اورنګزېب مننه كوٶ چا چې زمونږ مالي مرسته كړې ٬فردوس جمال ووئېل دا د ستائنې وړ اقدام دے۔د يادونې وړ ده چې وزيراعظم لخوا انجينئر امير مقام نوموړي فنكار فرودس جمال له د يو كروړ روپو چېك وركړې ٶ