د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د آئي فاؤنډېشن دوره

پېښور ۔28دسمبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د خېبر آئي فاؤندېشن پېښور دوره وكړه۔ په دې موقعه ده د سترګو په رنځونو كښې د اخته رنځونو وېړيا درملنو او د اولسي خذمت 20 كلونو په بشپړ كولو خېبر آئي فاؤنډېشن ته مباركي وركړه۔د خپلې دورې په مهال په خپله وېنا كښې ګورنر ووئيل خېبر آئی فاونډېشن د سترګو رنځونو په درملنو كښې ځانګړي خذمات ترسره كوي …

پېښور ۔28دسمبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د خېبر آئي فاؤندېشن پېښور دوره وكړه۔ په دې موقعه ده د سترګو په رنځونو كښې د اخته رنځونو وېړيا درملنو او د اولسي خذمت 20 كلونو په بشپړ كولو خېبر آئي فاؤنډېشن ته مباركي وركړه۔د خپلې دورې په مهال په خپله وېنا كښې ګورنر ووئيل خېبر آئی فاونډېشن د سترګو رنځونو په درملنو كښې ځانګړي خذمات ترسره كوي كوم چې د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل په دې ماته خوشحالي شوې ده چې د فاؤنډېشن لخوا د 80 زره بې وزله وګړو د موتيا علميات شوي دي كوم چې د اولسي خذمات يو ځانګړې مثال دے۔ ده ووئيل د خېبر فاؤنډېشن يو روغتون جوړولو له به خپله هره ممكنه مرسته كوم او دا به كه لويے څښتن ته منظور وي ډېر زر جوړ كړے شي۔ ده ووئيل خېبر آئی فاؤنډېشن ته داروګان ٬ مشينري او نور ضروري سامان رسولو له به نه يوازې د بزنس كميونټي خذمات ترلاسه كولې شي بلكې د مرستې ځائي او بهرنيو ادارو سره به هم خبره كولې شي۔