هندي عسكرو په جموں كښې درې كشميري ځوانان شهيد كړل

جموں۔28دسمبر(اے پی پی) په غېر قانوني توګه د هند په قبضه كړې شوي جموں وكشمير كښې هندي عسكرو د خپلې رياستي ترهګرۍ په تازه كارروايۍ كښې نن د شورؤ په ورځ په جموں ضلع كښې درې كشميري ځوانان شهيد كړل۔ د کشمیرمیډیا سروس له مخې عسكرو دا ځوانان د محاصرې او پلټنيو كارروايۍ په مهال په يوه جعلي مقابله كښې هغه مهال شهيد كړل كله چې دوئي د ضلعې په …

جموں۔28دسمبر(اے پی پی) په غېر قانوني توګه د هند په قبضه كړې شوي جموں وكشمير كښې هندي عسكرو د خپلې رياستي ترهګرۍ په تازه كارروايۍ كښې نن د شورؤ په ورځ په جموں ضلع كښې درې كشميري ځوانان شهيد كړل۔ د کشمیرمیډیا سروس له مخې عسكرو دا ځوانان د محاصرې او پلټنيو كارروايۍ په مهال په يوه جعلي مقابله كښې هغه مهال شهيد كړل كله چې دوئي د ضلعې په سدره سيمه كښې په يو ټرك كښې سفر كولو۔ له بلې خوا هندي پوليس د دې ځوانانو د وژنې جواز وړاندې كولو له دوئي عسكريت خوښي ګرځولي دي۔