د شهيدې بېنظير بھټو د تلين دستوره٬ پخوانے ولسمشر آصف علي زرداري او بلاول بھټو زرداري به خطاب كوي

سکھر۔27دسمبر(اے پی پی) د پخوانۍ وزيراعظمې او پيپلز ګوند پخوانۍ چيئرپرسن شهيدې بېنظير بھټو د شهادت 15 م تلين په موقعه به نن د نهې په ورځ په ګړھي خدا بخش كښې كېدونكې اولسي غونډې ته پخوانے صدر اآصف علي زرداري او بلاول بھټو زرداري خطاب وي۔ په دې موقع به د ټول هېواد نه د پيپلز پارټۍ مشرتابه، مرکزي مشران او کارکنان په ګھړي خدا بخش کښې د شهيدانو …

سکھر۔27دسمبر(اے پی پی) د پخوانۍ وزيراعظمې او پيپلز ګوند پخوانۍ چيئرپرسن شهيدې بېنظير بھټو د شهادت 15 م تلين په موقعه به نن د نهې په ورځ په ګړھي خدا بخش كښې كېدونكې اولسي غونډې ته پخوانے صدر اآصف علي زرداري او بلاول بھټو زرداري خطاب وي۔ په دې موقع به د ټول هېواد نه د پيپلز پارټۍ مشرتابه، مرکزي مشران او کارکنان په ګھړي خدا بخش کښې د شهيدانو په زيارتونو د ګلونو ګېډۍ کېږدي۔ اولسي غونډه به ماسپښين درې بجې د مزار په احاطه کښې پېل شي كومې ته به چې د بلاول بهټو زرداري په ګډون د پارټۍ مرکزي مشرتابه وينا کوي. د پنجاب، خېبرپښتونخوا، بلوچستان او سندهـ نه كاركنان لاړکانه ته راروان دي۔ د اولسي غونډې په ځائې كښی د څلورو واړو صوبو څخه راغلو كاركنانو له انكلوژرز جوړ كړې شوي دي۔ په دې مهال امنيت ټينګ ساتلو له هم بشپړه انتظامات شوي دي۔ د پيپلز ډاكټر فورم لخوا په جلسه ګاه كښې طبي كېمپ هم لګولے شوے دے۔ دغسې د هېواد نورو برخو څخه لاړكانې ته د راتلونكو مهمو شخصياتو لارښودنې له په سكھر ايئرپورټ خاص ډېسك جوړ كړے شوے دے او د ګوند ځائي لارښود په سكھر ايئرپورټ مېلمنو ته هركلي وئيلو له موجود دي۔