ډېرہ اسماعیل خان۔26دسمبر(اے پی پی) د جمعيت علماﺀ اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن وئيلي دي د هېواد پرمختګ لپاره به د خود اعتمادۍ پالېسي خپلول وي ٬ تېر حكومت د نړيوالې ورورولۍ باور له مينځه وړلے ٬ مونږ له به سود ختمول وي ٬ د سود په ضد پرېكړه خوشبينه ده۔ د ګل په ورځ په ډېره اسماعيل خان كښې د پرمختيائي منصوبو د بنياد تيګه اېښودو دستورې ته …
د هېواد پرمختګ لپاره به د خود اعتمادۍ پالېسي خپلول وي٬ تېر حكومت د نړيوالې ورورولۍ باور له مينځه وړلے ٬ مولانا فضل الرحمن

مزید خبریں
ډېرہ اسماعیل خان۔26دسمبر(اے پی پی) د جمعيت علماﺀ اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن وئيلي دي د هېواد پرمختګ لپاره به د خود اعتمادۍ پالېسي خپلول وي ٬ تېر حكومت د نړيوالې ورورولۍ باور له مينځه وړلے ٬ مونږ له به سود ختمول وي ٬ د سود په ضد پرېكړه خوشبينه ده۔ د ګل په ورځ په ډېره اسماعيل خان كښې د پرمختيائي منصوبو د بنياد تيګه اېښودو دستورې ته خپل خطاب كښې ده ووئيل ډېره اسماعيل خان ته په راتلو وزيراعظم ته هركلے وايم۔ ده ووئيل وزيراعظم نواز شريف په خپل دور كښې يو شمېر پرمختيائي منصوبې پېل كړې په كومو كښې چې ځينې بشپړې شوي او ځينې نيمګړې پاتې شوې كومې چې وروستو راتلونكو حكومتونو دغسې پرېښودې دي ۔ ده ووئيل د نواز شريف په دور كښې د اربونو ډالرو سرمايه كاري شوې ۔ ده ووئيل پاكستان دا مهال بهرنۍ مرستې ته اړتيا لري خو مونږ د نړيوالې ورورلۍ باور ته زيان رسولے او دغه سوب دے چې په هېواد كښې سرمايه كاري نه كېږي۔ ده ووئيل مونږ له به نړيوال باور بحالول وي۔ مولانا فضل الرحمان ووئيل اسرائيل كله هم پاكستان سره خواخوږي نشي كولې۔ ده ووئيل مونږ له به سود ختمول وي ٬ د سود په ضد د نېشنل بېنک او سټېټ بېنك خپل اپيلونه بېرته اخستل خوشبينه دي۔







