پېښور 25 دسمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ محمود خان د نيمي اوچي مظلومه مسلمانانو لپاره د يو جلا هېواد جوړولو په لړ كښې د قائداعظم محمد علي جناح قيادت او هلو ځلو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې د قائداعظم اصول ايمان، اتحاد او تنظيم د ژوند شعار جوړولو سره د پاكستان د تعمير او پرمختګ خواب پوره كيدې شي،د قائد اعظم د پوهي قيادت كښې اسلامي …
د قائداعظم اصول ايمان، اتحاد او تنظيم د ژوند شعار جوړولو سره د پاكستان د تعمير او پرمختګ خواب پوره كيدې شي ۔ د خېبرپښتونخوا وزير اعليٰ

مزید خبریں
پېښور 25 دسمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ محمود خان د نيمي اوچي مظلومه مسلمانانو لپاره د يو جلا هېواد جوړولو په لړ كښې د قائداعظم محمد علي جناح قيادت او هلو ځلو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې د قائداعظم اصول ايمان، اتحاد او تنظيم د ژوند شعار جوړولو سره د پاكستان د تعمير او پرمختګ خواب پوره كيدې شي،د قائد اعظم د پوهي قيادت كښې اسلامي لارښودو هلو ځلو او لويو قربانو په نتيجه كښې پاكستان جوړ شوې دې د كوم بقا او سلامتيا چې زمونږ وړومبۍ ذمه واري او ترجيح ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د قائد اعظم محمد علي جناح د زيږدني ورځ په اړه جاري شوې خپل يو پيغام كښې كړې ده۔ وزيراعليٰ ووئيل ګاونډي هېواد هند د اسلام مخالف او جارحانه رويے ثابت كړې ده چې د مسلمانانو لپاره جلا رياست جوړولو پريكړه سمه او ضروري پريكړه وه او د پاكستان جوړول د نيمي اوچي مسلمانانو د مسئلو يواځني حل ؤ۔ محمود خان ووئيل كوم هم دښمن دې د خوش فهمۍ نه ښكاري كېږي ، پاكستان اوس ناقابل تسخير قوت جوړ شوې دې،د هېواد بقا او سلامتيا لپاره پاك پوځ او د پاكستان قام نه وړاندې د كومي قربانۍ څخه ډډه كړي او نه به ئې سباؤن كښې وكړي۔







