سعودي حكومت طالبانو څخه د مېرمنو د پوهنتون په تعليم د بندېز پورته كولو غوښتنه وكړه

رياض۔22 دسمبر (اے پي پي) سعودي د طالبانو حكومت څخه د افغانانو مېرمنو د پوهنتون په تعليم د لګولي بندېز پورته كولو غوښتنه كړې ده٬ د سعودي خبر رسنې ادارې تر مخه د سعودي خارجه وزارت په افغانستان كښې د طالبانو حكومت د اړخه د مېرمنو د پوهنتون تعليم ته د رسنې معطل كولو په پرېكره د خفګان څرګندونه كولو سره غوښتنه كړې جې دغه بندېز زر تر زره پورته …

رياض۔22 دسمبر (اے پي پي) سعودي د طالبانو حكومت څخه د افغانانو مېرمنو د پوهنتون په تعليم د لګولي بندېز پورته كولو غوښتنه كړې ده٬ د سعودي خبر رسنې ادارې تر مخه د سعودي خارجه وزارت په افغانستان كښې د طالبانو حكومت د اړخه د مېرمنو د پوهنتون تعليم ته د رسنې معطل كولو په پرېكره د خفګان څرګندونه كولو سره غوښتنه كړې جې دغه بندېز زر تر زره پورته كړي ٬ وزارت پخپل بيان كښې وئېلې دي د طلبانو د اړخه د مېرمنو د پوهنتون تعليم ته رسنه نه وركول مېرمنو ته مكمل د بشري حقونو وركولو په ضد كار دے ٬په دغه كښې تر ټولو مهم حق د تعليم دے او تعليم بس د افغانستان او ورنړو د استحكام ٬ خوشحالۍ او سلامتيا لپاره مرستياله ګرځېدے شي٬ ياد دې وي جې طالبانو د نهې په ورځ د مېرمنو د پوهنتون تعليم په رسنه بندېز لګولے ؤ٬ غېر ملكي حكومتونو د دغې اقدام غندنه كړې او طالبانو انتظاميې پخپله هغوي د نړي لخوا تسليمولو له كوونكې هڅې پېچلې كړې دي۔