پېښور ۔18دسمبر(اے پی پی) په لكي مروت كښې په تھاڼه د ترهګرو لخوا د ترسره شوي بريد په نتيجه كښې 4 پوليس اهلكار مړه او 4 ژوبل شوي دي۔ د پوليس چارواكو له مخې تېره شپه ترهګرو بركي تھاڼه د لاسي بمونو او راكټ د لارې په نخښه كړه۔ له بريد څخه سمدستي وروستو د پوليس اهلكارو او ترهګرو ترمينځه په يو بل د ډزو لړۍ پېل شوه چې په …
لكي مروت – د ترهګرو په تھاڼه بريد ٬ 4 پوليس اهلكار شهيد

مزید خبریں
پېښور ۔18دسمبر(اے پی پی) په لكي مروت كښې په تھاڼه د ترهګرو لخوا د ترسره شوي بريد په نتيجه كښې 4 پوليس اهلكار مړه او 4 ژوبل شوي دي۔ د پوليس چارواكو له مخې تېره شپه ترهګرو بركي تھاڼه د لاسي بمونو او راكټ د لارې په نخښه كړه۔ له بريد څخه سمدستي وروستو د پوليس اهلكارو او ترهګرو ترمينځه په يو بل د ډزو لړۍ پېل شوه چې په نتيجه كښې يۍ 4 پوليس اهلكار شهيد او 4 نور ژوبل شول۔ له نښتنې څخه وروستو لويې شمېر نفري د پېښې ځائې ته ورسېده او په سيمه كښې يۍ د لټون عمليات پېل كړل۔ په شهيد شويو كښې محرر هېډ کانسټېبل ابراهیم، کانسټېبل عمران، کانسټېبل خیرالرحمن او کانسټېبل سبز علی او په ژوبل شويو كښې اهلكار ګل صاحب خان، کانسټېبل بلقیاز، کانسټیبل امیر نواز او فرمان اللہ شامل دے۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په ياده شوې سيمه كښې تېره ورځ دوه كسان ذبح كېدو سره وژلې شوي وو ٬ دغسې تېره مياشت هم 6 پوليس اهلكار د ډاډيواله تھاڼې د حد دننه شهيد كړې شوي وو۔







