د افغان بارډر فورسز بې درېغه ډزې د غندنې وړ دي٬ افغان عبوري حكومت دې د پېښې نوټس واخلي ٬ صوبائي داخله وزير مير ضياﺀ الله لانګو

کوئټه ۔15دسمبر(اے پی پی) صوبائی داخله وزير مير ضياﺀ الله لانګو په چمن پوله د ډزو په اړه وئيلي دي چې د افغان بارډر فورسز بې درېغه ډزې د غندنې وړ دي٬ ده افغان عبوري حكومت څخه د پېښې سختۍ سره د نوټس اخستو غوښتنه كړې ده۔ ده ووئيل د افغانستان چارواكو لخوا په تېرو درې څلورو ورځو كښې د دې ډول پېښې يو وارې بيا رامخې ته كېدل اندېښمن …

کوئټه ۔15دسمبر(اے پی پی) صوبائی داخله وزير مير ضياﺀ الله لانګو په چمن پوله د ډزو په اړه وئيلي دي چې د افغان بارډر فورسز بې درېغه ډزې د غندنې وړ دي٬ ده افغان عبوري حكومت څخه د پېښې سختۍ سره د نوټس اخستو غوښتنه كړې ده۔ ده ووئيل د افغانستان چارواكو لخوا په تېرو درې څلورو ورځو كښې د دې ډول پېښې يو وارې بيا رامخې ته كېدل اندېښمن دي ٬ زمونږ امن كښې خوښي بايد زمونږ كمزوري ونه ګڼلې شي۔ داخله وزير د چمن دوهم كمشنر څخه د پیښې رپورټ وغوښتلو۔ ده ضلعي انتظاميې ته په پیښه كښې ژوبل شويو ته د طبي آسانيو وركولو هدايت وكړو۔ صوبائي داخله وزير د بلوچستان اعلی وزير عبد القدوس بزنجو په هدايت د ګردې ضلعې په روغتونونو كښې د بيړې حالت په ځائې كړې دے۔ ده ووئيل د دا ډول پېښو دوباره رامخې ته كېدل امن دشمنی ده۔ ده ووئيل پاك پوځ د خپل بارډر دفاع كولے شي۔ ده ووئيل پاكستان خپلو ګاونډي هېوادونو سره د ملګرتيا په پالېسۍ باور لري۔