سرینګر۔14دسمبر(اے پی پی) په غېر قانوني توګه نظربند د كل جماعتي حريت كنفرنس چيئرمېن مسرت عالم بټ د او آئي سي د عمومي سېكتر حسېن براهيم طحه د پاكستان دورې په مهال د كشمير په اړه د وركړي بيان هركلي كولو سره هيله څرګنده كړې ده چې اسلامي نړۍ به د كشميري اولس د خپلواكۍ حق لپاره په ګډه غږ پورته كړي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې مسرت عالم بټ د نوي ډيلي تهاړ زندان څخه په خپل يو خصوصي بيان كښې ووئيل اوس وخت راغلے دے چې كشميرې اولس ٬ د ملګرو ملتونو لخوا د وركړي شوي حق ٬ د خپلواكۍ حق ٬ په غوښتنه وحشيانه تشدد سره په مخ كولو هند ته شټ اپ كال وركړے شي۔ ده په او آئي سي او نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې د محاصره كړې شوي كشميري اولس مرستې له وړاندې راشي۔ بلخوا د کل جماعتی حریت کانفرنس لارښود محمد اقبال مير په سرينګر كښې په يو بيان كښې نوموړي آزادي پسند لارښود او د جموں وكشمير محاذ آزادي مؤسس غړي صوفي محمد اكبر ته د هغه په 35 مې تلېن په غوره ټكو كښې د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔ په برطانوي دارالعلوم كښې په نړيوال كشمير كنفرنس كښې د ګډون كوؤنكو لخوا په منظور كړې شوي قرارداد كښې د هندي ځواكونو لخوا په مقبوضه جموں وكشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزۍ غندنه وكړې شوه او د كشمير مسئلې فوري حل په شمول د ياسين ملك او نورو نظر بند حريت لارښودو د خوشې كولو غوښتنه وكړې شوه