كانګو٬د سختو بارانونو له امله په پېښو كښې د مړو شمېره زياتېدو سره 141 ته ورسېده

كنشاسا 14دسمبر(اے پی پی) د كانګو په پايه تخت كنشاسا كښې د سختو بارانونو له امله په بېلو پیښو كښې د مړو شمېره زياتېدو سره 141 ته رسېدلې۔ د چين ابلاغ ذريعو له مخې په كنشاسا كښې د سختو بارانونو له امله د سېلاب او د خاورو كمرو رالوېدو په پېښو پیښوكښې د مرګونو شمېره زياتېدو سره 141 ته رسېدلې ده۔ د كانګو چارواكو وئېلي دي چې د پرله پسې باران له امله د ښار سړكونه په اوبو كښې ډوب شوي او اوبه كورونو ته ننوتلې دي او د خاورو كمرو رالوېدو له امله د ضلعو نورو سيمو سره رابطه قطع شوې۔ ده ووئيل چې په سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې هلې ځلې روانې دي۔