ملګري ملتونه 14دسمبر(اے پی پی)ملګرو ملتونو په افغانستان كښې په يو هوټل د بريد سخته غندنه كړې۔ د چين خبري اژانس ادارې له مخې د ملګرو ملتونو لارښود وياند اسټيفن دوجارك په خپل بيان كښې وئېلي دي چې انتونيو ګوتريش ځپليو سره د غمرازۍ څرګندونه كړې او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړی۔ بيان كښې وئېلې شوي چې عمومي سېكتر د دې پېښې د ذمه …
ملګرو ملتونو د كابل په هوټل بريد وغندلو

مزید خبریں
ملګري ملتونه 14دسمبر(اے پی پی)ملګرو ملتونو په افغانستان كښې په يو هوټل د بريد سخته غندنه كړې۔ د چين خبري اژانس ادارې له مخې د ملګرو ملتونو لارښود وياند اسټيفن دوجارك په خپل بيان كښې وئېلي دي چې انتونيو ګوتريش ځپليو سره د غمرازۍ څرګندونه كړې او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړی۔ بيان كښې وئېلې شوي چې عمومي سېكتر د دې پېښې د ذمه وار كسانو انصاف سره د مخ كولو غوښتنه كولو سره د دې خبرې پخلې كړې چې د انسانانو په ضد بريدونه د نړيوال بشري قانون له مخې په سختۍ سره منع دي۔د مېډيا رپورټس له مخې د ګل په ورځ په كابل كښې په هوټل نامعلومه كسانو بريد كړې وو چې په نتيجه كښې يې 3 ترهه ګر مړه او ګڼ شمېر چينائي وګړي ژوبل شوي۔ د شدت خوښې ډلې دداعش سره تړلې يو تنظيم د دې بريد ذمه واري قبوله كړې وه










