امريكا به په خېبر پښتونخوا كښې د مېرمنو د زده كړې آسانۍ لا ښه كولو له 4 ملينه ډالره وركوي٬ د ابتدائي او ثانوي زده كړو څانګه

پېښور ۔11دسمبر (اے پی پی) د ابتدائي او ثانوي زده كړو صوبائي څانګې وئيلي دي چې امريكا به په خېبر پښتونخوا كښې د مېرمنو د زده كړې آسانۍ له ښه كولو له 4 ملينه ډالره وركوي۔ د ابتدائي او ثانوي زده كړو څانګې له مخې ياد شوې پراجېكټ به تر څلورو كلونو دوام لري۔ د پراجېكټ لاندې امريكا د خېبر پښتونخوا د ایجوکېشن ډیپارټمنټ بشپړ ملاتړ كوي او په خاص …

پېښور ۔11دسمبر (اے پی پی) د ابتدائي او ثانوي زده كړو صوبائي څانګې وئيلي دي چې امريكا به په خېبر پښتونخوا كښې د مېرمنو د زده كړې آسانۍ له ښه كولو له 4 ملينه ډالره وركوي۔ د ابتدائي او ثانوي زده كړو څانګې له مخې ياد شوې پراجېكټ به تر څلورو كلونو دوام لري۔ د پراجېكټ لاندې امريكا د خېبر پښتونخوا د ایجوکېشن ډیپارټمنټ بشپړ ملاتړ كوي او په خاص توګه د انجونو د زده كړو دغسې چې دوئي زده كړې ترلاسه كړې شي۔ د ابتدائي او ثانوني زده كړو څانګې له مخې صوبائي حكومت د زده كړو په څانګه كښې په لويه كچه اصلاحات كوي په دې لړ كښې حكومت يو زر نوې سكولونه جوړوي٬ دغسې په صوبه كښې سېكنډ شفټ هم پېل كړے شوے دے۔