کوئټه ۔11دسمبر(اے پ پی) د بلوچستان اعلی وزير مير عبد القدوس بزنجو په پاك افغان پوله چمن سيمه كښې د پولې پورې غاړه څخه د ډزو او راكټ فائر كېدو په پېښه ژوره اندېښنه ښكاره كړې ده۔ ده د ډزو او راكټ توغولو پېښې په نتيجه كښې د عامو وګړو په حق رسېدو د افسوس څرګندونه وكړه۔ ده هيله ولرله چې وفاقي حكومت به په سفارتي كچه ددې مسئلې فوري …
د بلوچستان اعلی وزير په چمن كښې د پولې پورې غاړه څخه په شويو ډزو د اندېښنې څرګندونه

مزید خبریں
کوئټه ۔11دسمبر(اے پ پی) د بلوچستان اعلی وزير مير عبد القدوس بزنجو په پاك افغان پوله چمن سيمه كښې د پولې پورې غاړه څخه د ډزو او راكټ فائر كېدو په پېښه ژوره اندېښنه ښكاره كړې ده۔ ده د ډزو او راكټ توغولو پېښې په نتيجه كښې د عامو وګړو په حق رسېدو د افسوس څرګندونه وكړه۔ ده هيله ولرله چې وفاقي حكومت به په سفارتي كچه ددې مسئلې فوري او فعاله حل باوري كړي۔ ده ضلعي انتظاميې ته هدايت وكړو چې په چمن كښې ژوبل شويو سره بشپړه طبي مرسته وكړي۔ اعلی وزير د روغتيا سېكتر ته هدايت وكړو چې د كوئټې په روغتونونو كښې اېمرجنسي نافذ كولو سره ژوبل شوي په سمدستي توګه كوئټه ته منتقل كړي۔ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دې په حق رسېدليو له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او ژوبل شويو له زر روغ صحت وركړي۔ ده ځپليو كورنيو له د صبر او زغم توفيق وركړي۔







