د انساني حقوق تحفظ او مساوات باوري كول زمونږ د مذهب او آئين بنيادي اصولو كښې دې يو دې ۔د بلوچستان وزيراعليٰ پيغام

کوئټه 10 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير عبدالقدوس بزنجو د انساني حقوق نړيوالي ورځ په موقع په خپل يو پيغام كښې وئيلي چې د دې ورځ لمانځل د انساني حقوق تحفظ لپاره زمونږ كلك عزم په ګوته كوي۔د ملګرو ملتونو د اړخه كال 1948ء راهسې د انساني حقوق نړيوالي ورځ لمانځلو مقصد د نړۍ پام د انساني حقوق او انساني اقدارو تحفظ پلو راګرځول دي،د ملګرو ملتونو …

کوئټه 10 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير عبدالقدوس بزنجو د انساني حقوق نړيوالي ورځ په موقع په خپل يو پيغام كښې وئيلي چې د دې ورځ لمانځل د انساني حقوق تحفظ لپاره زمونږ كلك عزم په ګوته كوي۔د ملګرو ملتونو د اړخه كال 1948ء راهسې د انساني حقوق نړيوالي ورځ لمانځلو مقصد د نړۍ پام د انساني حقوق او انساني اقدارو تحفظ پلو راګرځول دي،د ملګرو ملتونو د اړخه د انساني حقوق نړيوالي ورځ لمانځلو پيل كولو څخه وړاندې زمونږ مذهب اسلام د انساني حقوق د پاسدارۍ تعليم وركړې دې۔ده ووئيل د لوے څښتن ته نزدې د حقوق العباد اهميت زيات دې،حکومت به د انساني حقوق تحفظ په هر صورت باوري كوي،مونږ د امن يو داسې ماحول پيدا کولو له چمتو يو چرته چې ټولو انسانانو ته برابر درجه ترلاسه وي ،ذات، نسل، رنګ، مذهب او صنف په بنياد چا سره هم د فرق سلوك كول د انساني حقوق خلاف ورزي ده،انساني وقار پاسداري ، انساني حقوق تحفظ، د رايو څرګندوني آزادي او مساوات باوري كول زمونږ د مذهب او آئين په بنيادي اصولو كښې يو دې، موجوده حکومت د انساني حقوق تحفظ او ودي لپاره ضروري قانوني سازي هم باوري كوي۔