د بلوچستان وزيراعليٰ د آواران بازار كښې د بمي چاؤدني غندنه وكړه

کوئټه 10 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير عبدالقدوس بزنجو د آواران په بازار كښې د بمي چاؤدني غندنه كولو سره د ترهه ګرۍ په پېښه كښې د يو دكاندار په مړينه او د ماشوم او ميرمن پشمول د 7 كسانو په ژوبل كيدو د غم دړد څركندونه كړې ده۔ده ووئيل بزدله ترهه ګرو بې ګناه ماشوم او ميرمن پشمول نور وګړي په نښه كړي۔ده ووئيل د صوبې …

کوئټه 10 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير عبدالقدوس بزنجو د آواران په بازار كښې د بمي چاؤدني غندنه كولو سره د ترهه ګرۍ په پېښه كښې د يو دكاندار په مړينه او د ماشوم او ميرمن پشمول د 7 كسانو په ژوبل كيدو د غم دړد څركندونه كړې ده۔ده ووئيل بزدله ترهه ګرو بې ګناه ماشوم او ميرمن پشمول نور وګړي په نښه كړي۔ده ووئيل د صوبې اولس د بے ګناه وګړو په نښه كونكو عناصرو ته د كركي په سترګه ګوري۔ ده په خپل بيان كښې ووئيل ترهه ګر د صوبې دښمنان دي، ترهه ګر به خپل انجام ته رسولې شي۔ وزيراعليٰ سپارښتنه وكړه چې په آواران كښې امنيتي اقدامات لا كوټلي كړي او ژوبل كسانو له ښه طبي آسانۍ وركړي۔