رياض08 دسمبر(اے پی پی)د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان بن عبدالله وئېلي دي چې چين او سعودي عرب شريكو اړيكو قوي كولو او د دواړو ملګرو هېوادونو ترمينځه مهم ستراتېژېكي اړيكو ته ودې وركولو له لوظي يو۔د سعودي خبر رسنې ادارې د خارجه وزير بيان په اړه وئېلي چې سعودي او چين خپلو كښې ستراتېژېكي اړيكې لري او په نړيوال مېدان كښې رامخې ته كېدونكې پېشرفت او بدلونونو په رڼا كښې دواړه هېوادونه په خپل موقف كښې همغږي لري۔ده ووئيل د دواړه هېوادونه خپلو كښې په بېلو څانګو كښې قوي اړيكې لري او دا اړيكې په ملګرتيا٬شريك باور٬مرستې او په پرله پسې همغږۍ اډانه دي