د بلوچستان اعلی وزير د غېر فعاله سكولونو سمدستي بحالۍ له د بېړني اقداماتو هدايت

کوئټه۔7 دسمبر (اے پی پی) د بلوچستان اعلی وزير مير عبد القدوس بزنجو د غېر فعاله سكولونو په سمدستي توګه بحالولو له د بېړني اقداماتو كولو هدايت كړے دے۔ په دې لړ كښې د سېكرټري سېكنډري ايجوكېشن لخوا وزیراعلیٰ سېکرټرېټ ته بشپړ رپورټ ترلاسه شوے دے۔ د صوبائي كابينې منظورۍ سره د استاذانو كمې پوره كولو له په كنټرېكټ د كميونټي ټيچرز بهرتي كولو عمل هم پېل كړے شوے دے۔ …

کوئټه۔7 دسمبر (اے پی پی) د بلوچستان اعلی وزير مير عبد القدوس بزنجو د غېر فعاله سكولونو په سمدستي توګه بحالولو له د بېړني اقداماتو كولو هدايت كړے دے۔ په دې لړ كښې د سېكرټري سېكنډري ايجوكېشن لخوا وزیراعلیٰ سېکرټرېټ ته بشپړ رپورټ ترلاسه شوے دے۔ د صوبائي كابينې منظورۍ سره د استاذانو كمې پوره كولو له په كنټرېكټ د كميونټي ټيچرز بهرتي كولو عمل هم پېل كړے شوے دے۔ دغسې د سكولونو فعاله كولو كښې ولاړ خنډان لرې كولو له فعاله اقدامات هم باوري كولې شي۔ بلخوا د سېكنډري ايجوكېشن څانګې ډسټركټ ايجوكېشن افسرانو ته د ضلعې په سكولونو كښې د استاذانو د ټرانسفر او پوسټنګ اختيار هم وركړے دے