د داخله صلاكار بابر سليم سواتي په بنوں پوليس د ترسره شوي بريد غندنه

پېښور ۔7دسمبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا داخله صلاكار بابر سليم سواتي د بنوں په كنګر پل پوليس پوسته د ترسره شوي بريد سخته غندنه كړې ده۔ ده ووئيل د بنوں پوليس په كنګر پل پوسته د شرخوښو بريد يو بزدلانه عمل دے۔ ده پېښه كښې دشهيد شوي اهلكار لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔ ده زياته كړه چې زمونږ حوصلې لوړې دي او دا ډول د بزدلۍ بريدونه كوؤنكي به …

پېښور ۔7دسمبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا داخله صلاكار بابر سليم سواتي د بنوں په كنګر پل پوليس پوسته د ترسره شوي بريد سخته غندنه كړې ده۔ ده ووئيل د بنوں پوليس په كنګر پل پوسته د شرخوښو بريد يو بزدلانه عمل دے۔ ده پېښه كښې دشهيد شوي اهلكار لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔ ده زياته كړه چې زمونږ حوصلې لوړې دي او دا ډول د بزدلۍ بريدونه كوؤنكي به د امن لمينځه وړولو ته نه پرېږدو۔