كابل 06 دسمبر(اے پی پی)د افغانستان په ختيز ننګرهار ولايت كښې د كرنسۍ په ايكچېنج ماركيټ كښې 9 كسان ژوبل شوې دي۔د چين خبري اژانس ادارې د افغان ټي وي چينل رپورټ په اړه وئېلي دي چې د نهې په ورځ د ختيز ننګرهار ولايت په سرښار جلال آباد كښې د كرنسۍ ايكسچېنج ماركيټ كښې چاودنه وشوه چې په نتيجه كښې يې 9 كسان ژوبل شوې دي۔د مرستې ډله په سمدستي توګه د پېښې ځاې ته رسېدو سره ژوبل كسان طبي مرستې لپاره نزدې روغتون ته رسولې دي۔دا چاودنه د نهې په ورځ شوې دوهمه چاودنه ده۔د دې څخه وړاندې د شمالي بلخ ولايت سرښار مزار شريف كښې د سركاري ملازمانو ګاډې د سړك په غاړه په ځاې كړې شوې بم سره په ټكر شوې چې له امله يې 7 كسان مړه او 6 ژوبل شوي وو۔