په سركاري ملازمتونو او نورو ادارو كښې معذور وګړو لپاره په ټاكلې كوټه عمل درآمد په ترجيحاتو كښې شامل دي٬ د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي

پېښور ۔3 دسمبر(اے پی پی) د خصوصي وګړو نړيوالې ورځې په موقعه د الخدمت فاؤنډېشن خېبر پښتونخوا ترسېوري لاندې په ګرده صوبه كښې دستورې وكړې شوې په كومو كښې چې 18سو نه زياتو خصوصي وګړو ته وېړيا وېل چيئرز او سپين سټكس وركړې شول۔ په دې لړ كښې په ېښور كښې د الخدمت فاؤنډېشن په ضلعي دفتر كښې د الخدمت صوبائي صدر خالد وقاص په مشرۍ كښې يوه پروقاره دستوره …

پېښور ۔3 دسمبر(اے پی پی) د خصوصي وګړو نړيوالې ورځې په موقعه د الخدمت فاؤنډېشن خېبر پښتونخوا ترسېوري لاندې په ګرده صوبه كښې دستورې وكړې شوې په كومو كښې چې 18سو نه زياتو خصوصي وګړو ته وېړيا وېل چيئرز او سپين سټكس وركړې شول۔ په دې لړ كښې په ېښور كښې د الخدمت فاؤنډېشن په ضلعي دفتر كښې د الخدمت صوبائي صدر خالد وقاص په مشرۍ كښې يوه پروقاره دستوره وشوه۔ دستوره كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر د خاص مېلما په حېث ګډون وكړو۔ په دې مهال دستورې ته خپل خطاب كښې ده ووئيل خصوصي وګړي د ټولنې مهم وګړي دي او د نړۍ په مهذب ټولنو كښې خصوصي وګړو ته نه يوازې د قدر په سترګه كتلې شي بلكې دوئي ته په حكومتي كچه خصوصي مراعات هم وركولې شي۔ ده ووئيل په سركاري ملازمتونو او نورو ادارو كښې معذور وګړو لپاره په ټاكلې كوټه عمل درآمد په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ ده د ټولنې مخير حضراتو ته اپيل وكړو چې هغوي د ځپلې شوي انسايت خدمت كښې د بوخت الخدمت فاؤنډېشن او ددې په څير د خېر ښېګړو نورو ادارو سره مرسته وكړي دغسې چې دوئي د خصوصي وګړو په شمول د نورو ځپلې شويو وګړو د خذمت مشن روان وساتلے شي۔ په دې موقعه خصوصي وګړو ته وېړيا ويل چيئرز ٬ سپين سټكونه او خاص چيئرز وركړې شول۔

مزید خبریں