اسلام آباد۔3دسمبر (اے پی پی) د خالي په ورځ سهار د پېښور په شمول د صوبې په بېلو ښارنو كښې په رېكټر سكېل د 4.5 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړې شول ٬ د زلزلې د لاسه خلق يرې واخستل ٬ كورونه پرېښودلو سره بهر لارو ته راووتل او د قرآن تلاوت يۍ پېل كړو۔ د نجي نيوز چېنل رپورټ له مخې د زلزلې د لاسه په صوبه كښې د شوي …
د خېبر پښتونخوا په بېلو سيمو كښې د 4.5 شدت زلزله

مزید خبریں
اسلام آباد۔3دسمبر (اے پی پی) د خالي په ورځ سهار د پېښور په شمول د صوبې په بېلو ښارنو كښې په رېكټر سكېل د 4.5 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړې شول ٬ د زلزلې د لاسه خلق يرې واخستل ٬ كورونه پرېښودلو سره بهر لارو ته راووتل او د قرآن تلاوت يۍ پېل كړو۔ د نجي نيوز چېنل رپورټ له مخې د زلزلې د لاسه په صوبه كښې د شوي كوم ځاني يا مالي زيان په اړه كومه اطلاع تر دې دمه نه ده ترلاسه شوې۔ دامريكائي جيولوجيكل سروے (یو اېس جی اېس) له مخې د زلزلې مركز د افغانستان په قطبي ختيزه سيمه كښې د زمكې كچې څخه 94 كلوميټر ژور وو۔










