
ابوجا ۔23نومبر(اے پی پی) په نائيجيريا كښې د دوه بسونو ترمينځه د ټكر پېښې په نتيجه كښې 37 كسان مړه شوي دي۔ د چينائي خبري اژانس له مخې د نائيجريا ټرېفك پوليس وئيلي چې د هېواد په قطبي ختيز رياست بورنو كښې د دوه بسونو خپلو كښې د ټكر كېدو پېښې په نتيجه كښې د اور لګېدو له امله 37 كسان مړه شوي۔ په بورنو كښې د فېډرل روډ سېفتي كور سېكټر كمانډر اټن بوئي د پېښې سبب تند رفتار ښودلې چې له امله يۍ يو بس بې قابو كېدو سره بل سره ټكر شو۔ ده زياته كړه چې پېښه كښې د مړه شويو كسانو تدفين به يو ځائې كولې شي ولې چې پوليس د وړاندې نه په دې لړ كښې عدالتي حكم ترلاسه كړې دې۔