ماسکو سټي 19نومبر (اے پي پي) د روس ختيزه سيمې سخالين كښې په يوه رهائشي ودانۍ كښې ذخيرہ کړې شوي قدرتي ګاز ټينک چاؤدلو په نتيجه كښې د درې ماشومانو پشمول 7 كسان مړه او 9 ژوبل شوې دي۔د چين خبررسني ادارې له مخې سخالين ريجن ګورنر ويلري ليمارينکو ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ووئيل اوسنۍ پېښه د قدرتي ګاز ديسي ساخته ټينکو كښې ذخيرہ كولو له امله رامخې ته شوي۔ده ووئيل د چاؤدني نه پس د ودانۍ يوه برخه راپريوتي ده د مرستي اهلكارو د 7 كسانو مړي او 9 ژوبل كسان نزدې روغتون ته رسولې دي دغسې درې نور كسان اوس هم د ودانۍ ملبے لاندي دې د كومو لټون چې روان دې۔