د خېبرپښتونخوا وزیر اعلیٰ محمود خان د كوز دير چکدرہ تحصیل كښې د ګڼو پرمختيائي پروژو پرانسته وكړه

پېښور 17 نومبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزیر اعلیٰ محمود خان د كوز دير چكدره تحصیل كښې د اربونو روپو مالیت ګڼو پرمختيائي پروژو پرانسته كړې ده۔تفصیلاتو له مخې وزیر اعلیٰ چکدرہ كښې د دوه اربه روپو ماليت سره جوړيدونكي صنم ډېم د بنياد تيګه هم كېښودله۔دا خبره دې ياده وي چې صنم ډېم مرکزی کینال اوږدوالي 7.3 کلومیټره دغسې ذیلی کینال اوږدوالي 5 کلومیټره دې،ډېم جوړيدو سره به …

پېښور 17 نومبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزیر اعلیٰ محمود خان د كوز دير چكدره تحصیل كښې د اربونو روپو مالیت ګڼو پرمختيائي پروژو پرانسته كړې ده۔تفصیلاتو له مخې وزیر اعلیٰ چکدرہ كښې د دوه اربه روپو ماليت سره جوړيدونكي صنم ډېم د بنياد تيګه هم كېښودله۔دا خبره دې ياده وي چې صنم ډېم مرکزی کینال اوږدوالي 7.3 کلومیټره دغسې ذیلی کینال اوږدوالي 5 کلومیټره دې،ډېم جوړيدو سره به 2150 کناله زمكه د كروندې جوګه شي۔دغسې وزیر اعلیٰ 54 کروړه روپو مالیت سره بشپړيدونكي 6 کلومیټره چکدرہ بائی پاس سړك ، 5 كروړه 50 لکهه روپو لښګت سره بشپړيدونكې سپیشل ایجوکېشن کمپلیکس چکدرہ او چکدرہ كښې په 283 کناله مشتمل پبلك پارك پرانسته كړې ده دغسې ګل آباد كښې ډګري كالج كښې د سائنس بلاك او اسبنړ كښې د سټيډيم جوړولو د بنياد تيګه اېښودلې ده۔

مزید خبریں