د مسلم ليګ ﴿ن﴾ لخوا د نامزد شوي وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د جے يو آئي ﴿ف﴾ مشر فضل الرحمان سره د ملاقات نه پس مېډيا سره خبرې

اسلام آباد 30 جولائي (اے پی پی﴾ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ لخوا د نامزد شوي وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې مونږ د عدالت په پرېكړه من و عن عمل كړے٬ دا پرېكړه نه د پاكستان اولس قبوله كړې او نه په نړيواله كچه قبوله كړې شوې٬ د قانون له مخې څوك په اقامه نه شي نااهل كېدے٬ چوهدري نثار علي خان د ګوند مهم لارښود دے او وي …

اسلام آباد 30 جولائي (اے پی پی﴾ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ لخوا د نامزد شوي وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې مونږ د عدالت په پرېكړه من و عن عمل كړے٬ دا پرېكړه نه د پاكستان اولس قبوله كړې او نه په نړيواله كچه قبوله كړې شوې٬ د قانون له مخې څوك په اقامه نه شي نااهل كېدے٬ چوهدري نثار علي خان د ګوند مهم لارښود دے او وي به٬ د محمد نواز شريف اېجنډا به مخ په وړاندې بوځو٬ تور لګونكي دې په خپل ګرېوان كښې هم وګوري٬ د كابينې پرېكړه لا نه ده شوې٬ په مشوره به كېږي۔ د اتوار په ورځ شاهد خاقان عباسي د جمعيت علما اسلام ﴿ف﴾ مشر سره د هغه په استوګنه كښې ملاقات وكړو او د وزيراعظم په انتخاب كښې ئې د ملاتړ خواست وكړو۔ په دې موقع ده سره جنېد انوار چوهدري او قېصد احمد شېخ هم موجود وو۔ د دې نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې شاهد خاقان عباسي ووئيل چې د جمعيت علما اسلام ﴿ف﴾ څخه هيله لرو چې د تېر وخت پشان به مولانا فضل الرحمان د هېواد بهترې لپاره د محمد نواز شريف د پالېسو په روانو ساتلو كښې مرسته وكړي۔ ده ووئيل چې زما مخالفين دې زما په ضد يو نه لس ريفرنس دائر كړي٬ زه يرېدونكې نه يم۔ زما اثاثې د پاكستان په ګزټ كښې شائع شوې دي٬ كومې پټې نه دي۔ ده ووئيل چې تور لګونكي دې په خپل ګرېوان كښې هم وګوري۔ په دې موقع مولانا فضل الرحمان ووئيل چې شاهد خاقان عباسي زمونږ پخوانې ملګرې دے٬ مونږ اتحاديان يو٬ د پارلماني ګوند غونډه مو رابللې۔ ده ووئيل چې په دې كښې هېڅ شك نشته چې مونږ د حكومت اتحادي يو٬ د هېواد بحرانونه ختمولو لپاره به ورسره قدم په قدم ځو٬ د نړيوالو طاقتونو د سازشونو نه هېواد ايستل زمونږ د ټولو ذمه واري ده۔