اسلام آباد 24 جون (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي چې چوكۍ ټول عمره نه پاتې كيږي خو د عزت او احترام رشته په ځائې ساتل پكار ده۔د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د مخالفې ډلې مشر تقرير نه پس د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې پخپله درويش صفت انسان يم٬ما په كال 1998 كښې د پاكستان تحريك انصاف څخه …
چوكۍ ټول عمره نه وي خو د عزت او احترام رشته په ځائې ساتل پكار ده۔د قامي اسمبلۍ سپيكر
اسلام آباد 24 جون (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي چې چوكۍ ټول عمره نه پاتې كيږي خو د عزت او احترام رشته په ځائې ساتل پكار ده۔د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د مخالفې ډلې مشر تقرير نه پس د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې پخپله درويش صفت انسان يم٬ما په كال 1998 كښې د پاكستان تحريك انصاف څخه استعفٰی وركړی وه او يو خط مې هم ليكلې كوم چې نن هم ما سره دے٬په دې خط كښې د پارټۍ پرېښودلو ټول وجوهات وئېلي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې ما يكم فروري 2001 هغه مهال پاكستان مسلم ليګ(ن)كښې شموليت اختيار كړو كله چې پارټي اپوزېشن كښې وه۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې پرون د مخالفې ډلې مشر خپل تقرير كښې ماته حوالدار وئېلي نو ما ازاره تفنن ووئيل چې دوه ډول حوالدار پيژنم٬ يو حوالدار هغه كوم چې په پولو وظيفه ترسره كوي او دوهم حوالدار د جرائم پيشه كسانو په ضد كاروائي كوي په دې كښې زه كوم حوالدار يم۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې قانون وائي چې څوك هم د سپيكر په ضد خبره كولې نه شي۔د مخالفې ډلې مشر په ما د آئين خلاف ورزۍ تور لګولې دې٬ماته دې ووئېلې شي ما څنګه د آئين خلاف ورزي كړی ده۔ده ووئيل چې عهده يا ايم اين اے ټول عمر نه وي٬د عزت رشتې ساتل پكار دي ځكه چې زمونږ كومه ذاتي جنګ نه دې٬ما كله هم د زړه آزارۍ خبره نه ده كړې٬ګناهګار يم خو هڅه كوشش كوم چې د اپوزېشن خلكو ته موقع وركړم او هغوي ته زيات وخت وركړی شي٬د كټوتۍ په تحريكونو د اپوزېشن 25 ٬ 25 خلكو ته موقع وركړې خو هغوي بهر وائي چې سپيكر مونږ ته د وينا كولو موقع نه راكوي









