اسلام آباد 24 جون (اے پي پي)د جمعيت علمائے اسلام(ف)مشر مولانا فضل الرحمان د ايران صدر د پاكستان دورې هركلے كولو سره وئېلي دي چې د پاكستان او ايران ترمينځه به د اړيكو ودې څخه په منطقه كښې استحكام او مرستې ته لا وده ترلاسه شي۔د شورو په ورځ د پارليمنټ هاؤس په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې مولانا فضل الرحمان وئېلي دي چې د ايران صدر …
د پاكستان او ايران اړيكو ودې څخه به په منطقه كښې استحكام او مرستې ته لا وده ترلاسه شي۔مولانا فضل الرحمان
اسلام آباد 24 جون (اے پي پي)د جمعيت علمائے اسلام(ف)مشر مولانا فضل الرحمان د ايران صدر د پاكستان دورې هركلے كولو سره وئېلي دي چې د پاكستان او ايران ترمينځه به د اړيكو ودې څخه په منطقه كښې استحكام او مرستې ته لا وده ترلاسه شي۔د شورو په ورځ د پارليمنټ هاؤس په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې مولانا فضل الرحمان وئېلي دي چې د ايران صدر د پاكستان دوره خوشبينه ده او دواړه وروڼه هېوادونه خپلو كښې شريكو رابطو لا قوي كولو مهم كردار ادا كوي۔ګلګت بلتستان ټاكنو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې دا معامله په عدالت كښې زيرسماعت ده او زمونږ د ګوند لخوا په عدالت كښې ټول اړوند ثبوتونه كړې دي۔ده ووئيل چې د عدالت څخه د انصاف توقع ده او پريكړه د قانون او آئين له مخې پكار ده۔










