د پارلماني غړو نوې ټېكس ډائري جاري شوه

اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) د پارلماني غړو نوې ټېكس ډائري جاري كړې شوې ده ۔ د ټېكس ډائريكټرۍ اجراء د زيارت په ورځ د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحق ډار د اېف بي آر په مركزي دفتر كښې وكړه۔ د پاكستان مسلم ليګ (ن) حكومت لخوا پرله پسې څلورو كالو راهسې د پارلماني غړو ټېكس ډائري اجراء كړې ده۔ په ټېكس ډائرېكټرۍ كښې د 1010 پارلماني غړو …

اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) د پارلماني غړو نوې ټېكس ډائري جاري كړې شوې ده ۔ د ټېكس ډائريكټرۍ اجراء د زيارت په ورځ د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحق ډار د اېف بي آر په مركزي دفتر كښې وكړه۔ د پاكستان مسلم ليګ (ن) حكومت لخوا پرله پسې څلورو كالو راهسې د پارلماني غړو ټېكس ډائري اجراء كړې ده۔ په ټېكس ډائرېكټرۍ كښې د 1010 پارلماني غړو د ټېكسونو پحقله تفصيلات شامل دي كوم چې د اېف بي آر په وېب پاڼه هم موجود دي۔ تېر كال د 996 پارلماني غړو د ټېكس تفصيلات په ډاېرېكټرۍ كښې شائع كړې وو۔ په دې مهال نورو غړو له يو مياشت وخت وركړې شوې ٶ دغسې چې ھغوي د ټېكس تفصيلات انداراج وكړې شي۔ د ياونې وړ ده پاكستان د نړۍ څلورم هېواد دے چا چې د پارلماني غړو ټېكس ډائريكټري شائع كړې ده۔ په دې موقع ووئيل شول اوسني حكومت كښې د ټېكسونو وصولي 73 فيصده زياته شوې۔ ۔ په دستوره كښې د وزيراعظم رېونيو لپاره خاص مرستيال هارون اختر خان ٬ د اېف بي آر چيئرمېن او چارواكو هم ګډون كولو