سکھر 18اکتوبر (اے پي پي) پاکستان كښې د ډبليو اېچ او نمائنده ډاکټر پليتھا ماهيپالا وئيلي دي چې د روغتيا نړيوالي اداره د سندھ د روغتيا محكمي سره سېلاب ځپليو سيمو ته د طبي خذماتو رسولو كښې مرسته كوي او په دې لړ كښې د سندھ د روغتيا محکمې ته ضروري داروګان ، طبي آلات او غذائي سپليمنټس وركوي۔ دې سره سره صوبه كښې د سيلاب او بارانونو له امله د تباه شوي انفراسټرکچر بحالۍ له هم كار كوي۔ دا خبره ده تېره ورځ په سكھر حب كښې د سندھ د روغتيا محكمې ته د داروګانو په شمول د طبي مرستې سامان سپارلو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ د روغتيا محکمې د اړخه ډائرېکټر جنرل هيلتھ سندھ ډاکټر محمد جمن باهوتو د مرستې سامان ترلاسه كړو۔په دې موقع د ډبليو ايچ او سندھ مشر ډاکټر ساره سلمان، د سکھر او لاړکانه ډويژن ډسټرکټ هېلتھ افسران او د بېلو روغتونونو ميډيکل سپرنټنډنټس هم موجود وو۔ ډاکټر پاليتھا ماهيپالا دستوري ته وينا كښې ووئيل د سېلاب او باران له امله په لويه توګه مالي او ځاني زيان شوې او تر ټولو زياته ځپلې شوې څانګه د صحت ده۔ ده ووئيل 2000 صحت سهوليات وركونكي روغتونونه او د صحت مرکزونه تباه شوي۔ ډاکټر پليتھا ووئيل ډبليو اېچ او به د سندھ د روغتيا محکمې مرسته روانه ساتي۔