پېښور ۔1اکتوبر(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا حکومت د صوبې ځوانانو ته په آسانو شرطونو د باعزته روزګار او بې سود قرضې ورکولو لپاره بېل سکیمونه پېل کړي دي۔ د خېبر پختونخوا د صنعت او تجارت څانګې له مخې ځوانان دې راوړاندې كېدو سره ځان د عصري ټېكنالوجۍ څخه خبرولو سره د هېواد په پرمختګ كښې خپل په زړه پورې كردار ترسره كړي۔ صوبايي حکومت ځوانانو ته په هره څانګه کښې …
د خېبرپښتونخوا حکومت د صوبې ځوانانو ته په آسانو شرطونو د باعزته روزګار او بې سود قرضې ورکولو لپاره بېل سکیمونه پېل کړي دي ٬ د صنعت او تجارت څانګه

مزید خبریں
پېښور ۔1اکتوبر(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا حکومت د صوبې ځوانانو ته په آسانو شرطونو د باعزته روزګار او بې سود قرضې ورکولو لپاره بېل سکیمونه پېل کړي دي۔ د خېبر پختونخوا د صنعت او تجارت څانګې له مخې ځوانان دې راوړاندې كېدو سره ځان د عصري ټېكنالوجۍ څخه خبرولو سره د هېواد په پرمختګ كښې خپل په زړه پورې كردار ترسره كړي۔ صوبايي حکومت ځوانانو ته په هره څانګه کښې هر ډول ممکنه مالي مرستې ورکوي او په دې لړ کښې ځوانانو ته د کار د ښه فرصتونو برابرولو لپاره د بې سود پورونو د جاري كولو يو شمېر منصوبې پېل كړې شوي دي۔ ځوانان دې له دې پروژو څخه ګټه پورته کړي، د روزګار په برخه کښې به سمېډا او د خېبرپښتونخوا سرمايه کارۍ بورډ ځوانانو ته لارښونه کوي۔ د صنعت او تجارت څانګې له مخې حكومت ضم شويو ضلعو كښې د اېس اېم ايز پرمختګ او ودې له يو شمېر منصوبې پېل كړدي په كومو كښې چې ځوانانو ته روزګار لپاره ګرانټ وركولې شي۔








