ګلګت۔25ستمبر(اے پی پی) کنګ سلمان هیومېنټیرین اېډ اېنډ ریلیف سنټر (KS relief) د نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی په مرسته د ګلګت بلتستان په غذر ٬ ګانګچھے او ديامر ضلعو كښې د سېلاب ځپلې كورنيو ترمينځه د غذائي پېكجز وېش پېل كړې دې۔ سېلاب ځپليو ته به نزدې 5 زره غذائي پېكجز وركولې شي۔ په دې كښې هر يو پېكج په 40 كلو اوړو ٬ 5 كلو وريژو ٬ 5 لېټره …
د ګلګت بلتستان په غذر ٬ ګانګچھے او ديامر ضلعو كښې د سېلاب ځپلې كورنيو ترمينځه د غذائي پېكجز وېش پېل شو

مزید خبریں
ګلګت۔25ستمبر(اے پی پی) کنګ سلمان هیومېنټیرین اېډ اېنډ ریلیف سنټر (KS relief) د نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی په مرسته د ګلګت بلتستان په غذر ٬ ګانګچھے او ديامر ضلعو كښې د سېلاب ځپلې كورنيو ترمينځه د غذائي پېكجز وېش پېل كړې دې۔ سېلاب ځپليو ته به نزدې 5 زره غذائي پېكجز وركولې شي۔ په دې كښې هر يو پېكج په 40 كلو اوړو ٬ 5 كلو وريژو ٬ 5 لېټره كوكنګ آئل ٬ 5 كلو چينو ٬ 5 كلو چنا ٬ 2 كلو كھجورو او كوچنيانو لپاره په انرجي بسكټ مشتمل دې۔ د مرستې دې پېكج څخه به نزدې 35 زره وګړي استفاده وكړي۔









