افغانستان، د غېر قانوني وسلې په ضد اپرېشن روان دے دے٬ 4 كسان ونيولے شول

کابل 22 ستمبر (اے پي پي) په افغانستان كښې د قانون نافذ كوٶنكو ادارو لخوا د غېر قانوني وسلې په ضد د عملياتو په مهال په غېر قانوني وسله لرلو 4 كسان نيولي شوي ۔ د چين خبري اژانس له مخې د استخبارات جنرل ډائرېكټورېټ صوبائي مشر مولوي ادريس ووئيل د غېر قانوني وسلې په ضد عمليات د ننګر هار په سرښار جلال آباد٬ خوګيانو او سرخرود ولسوالو كښې پېل شوي چې پكښې په لويه كچه وسله تر لاسه شوې او 4 كسان هم نيولي شوې دي