د روسيه لخوا سېلاب ځپليو لپاره د مرستې پرواز پاكستان ته راورسېد

اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) د روسيه لخوا سېلاب ځپليو لپاره د مرستې وړومبے پرواز پاكستان ته رارسېدلے دے۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر له مخې روسيه لخوا د مرستې د سامان وړومبے پروازد كراچۍ په جناح انټرنېشنل هوائي مېدان كوز شوے، سېلاب ځپليو لپاره د مرستې په سامان كښې د خوراك څښاك څيزونه٬ خېمې او د اوبو پاكولو الات شامل دي٬ د روسيه لخوا سېلاب …

اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) د روسيه لخوا سېلاب ځپليو لپاره د مرستې وړومبے پرواز پاكستان ته رارسېدلے دے۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر له مخې روسيه لخوا د مرستې د سامان وړومبے پروازد كراچۍ په جناح انټرنېشنل هوائي مېدان كوز شوے، سېلاب ځپليو لپاره د مرستې په سامان كښې د خوراك څښاك څيزونه٬ خېمې او د اوبو پاكولو الات شامل دي٬ د روسيه لخوا سېلاب ځپليو لپاره د مرستې پرواز كراچۍ ته په رارسېدو د روسيه قونصل جنرل فيډروف اينډري، د سندھ وزير اعليٰ ريليف او بحالۍ لپاره سلاحكار رسول بخش چانډيو، د اېن ډي اېم اے او خارجه وزارت نمائندګانو هركلے وكړو۔ دغسې پاکستان د روسيه لخوا سېلاب ځپليو لپاره د مرستې په سامان رالېږلو مننه كړې

مزید خبریں