واشنګټن ۔ 28 مئی (اے پی پی) د امريكې خارجه څانګې وئيلي دي چې د پاکستان په شمول كوم هم هېواد د نیوکلیئر سپلائرز ګروپ غړيتوب له خواست كولې شي۔ د هندي غړيتوب پرېكړه به نیوکلیئر سپلائرز ګروپ كوي۔ دا خبره د امريكا خارجه چارو وياند مارك ټونز خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل په كال 2015ﺀ كښې د امريكائي اولس مشر د هند دورې په مهال وئيلي وو چې هند د میزائل ټیکنالوجی کنټرول ریجیم تقاضې پوره كړې دي او د ممبر شپ حق لري ولې بياهم نیوکلیئر سپلائرز ګروپ په اتفاق سره كار كوؤنكې اداره ده له دې كبله مونږ به انتظار كوؤ چې د دې څه نتيجه رامخې ته كيږي۔