كوئټه۔13ستمبر (اے پي پي) پرونشل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټي بلوچستان (پي ډي اېم اے) جاري كړي بيان كښې وئيلي دي د تيرو 24 ساعتو په مهال د صوبې زياتره سيمو كښې موسم ګرم او خشك ؤ۔پي ډي ايېم اے آرمي/ايف سي په مرسته آواران، سبي، نصير آباد، جھل مګسي، كچھي، نوشكي، موسيٰ خيل، ډيره بګټي، صحبت پور او لسبيله كښې ريليف او ريسكيو آپريشن روان دے۔ 11 ايمبيډډ ريليف كيمپ نصير …
د بلوچستان سيلاب ځپليو سيمو كښې راشن وركولو ،د سړكونو بحالۍ كار روان دے۔ د پي ډي اېم اے اعلاميه

مزید خبریں
كوئټه۔13ستمبر (اے پي پي) پرونشل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټي بلوچستان (پي ډي اېم اے) جاري كړي بيان كښې وئيلي دي د تيرو 24 ساعتو په مهال د صوبې زياتره سيمو كښې موسم ګرم او خشك ؤ۔پي ډي ايېم اے آرمي/ايف سي په مرسته آواران، سبي، نصير آباد، جھل مګسي، كچھي، نوشكي، موسيٰ خيل، ډيره بګټي، صحبت پور او لسبيله كښې ريليف او ريسكيو آپريشن روان دے۔ 11 ايمبيډډ ريليف كيمپ نصير آباد، جعفرآباد، جھل مګسي، كوئټه، ډيره بګټي، كوهلو او صحبت پور كښې كار كوي۔ په دې كيمپونو كښې د مرستي هلو ځلو تفصيلات له مخې آواران كښې ځپليو كورنيو له 55 راشن پيكجز وركړې شوي ۔د سبي سول روغتون كښې رنځورانو له د ورځي دوه ځله خوراك وركړې كېږي۔ نصير آباد كښې 300 راشن پيكجز 604 كورنيو له وركړې شوي دغسې د مرستي په نور سامان كښې خيمې، كمبلې، لحاف، د اوبو بوتلي ،تيار خوراك ، خشك راشن او د كورنو سامان ٬ په كچھي كښې 38 كورنيو له تيار خوراك /خشك راشن او د اوبو بوتلي وركړې شوي۔جھل مګسي كښې 55 راشن پيكجز وركړې شوي او سيمه كښې د څښلو اوبه پاكولو لپاره آپريشن هم شوے ۔ نوشكي كښې 11 راشن پيكجز وركړې شوي ۔ بيله او خو او شا سيمو كښې 100 راشن پيكجز ، 200 د اوړو تروړې، 20 واټر كولر او 20 كارټنه اوبه وركړې شوي۔ ايف سي ډيره بګټي كښې 528 راشن پيكجز او تيار خوراك ، موسيٰ خيل كښې 60 راشن پيكجز، 40 د اوړو تروړې، جامي ٬ جوس او د پېئو كارټني وركړې دي۔









