پېښور 12 ستمبر (اے پی پی) د وزیر اعظم د سياسي او اولسي چارو صلاحكار انجینئر امیر مقام وئيلي دي د سیلاب په نتيجه كښې د ځپلے شوو ګرډ سټېشنز برېښنا بحال كړې شوي۔ ده واپډا هاؤس پېښور كښې د يوې اعلیٰ پائې غونډي نه پس خبري كنفرنس ته وينا كوله ۔ په غونډه كښې د ګرډ سټېشنز ، ټرانسمیشن لائنز او نور انفراسټرکچر ته د سيلاب له امله د …
د سیلاب ځپلو ګرډ سټېشنز برېښنا بحال كړې شوس ۔ د وزیر اعظم صلاحكار انجینئرامیر مقام

مزید خبریں
پېښور 12 ستمبر (اے پی پی) د وزیر اعظم د سياسي او اولسي چارو صلاحكار انجینئر امیر مقام وئيلي دي د سیلاب په نتيجه كښې د ځپلے شوو ګرډ سټېشنز برېښنا بحال كړې شوي۔ ده واپډا هاؤس پېښور كښې د يوې اعلیٰ پائې غونډي نه پس خبري كنفرنس ته وينا كوله ۔ په غونډه كښې د ګرډ سټېشنز ، ټرانسمیشن لائنز او نور انفراسټرکچر ته د سيلاب له امله د رسيدلې زيان جاج واخستلے شو او د پېښور الیکټرك سپلائی کمپنی بحالۍ په آپشن هم خبري وشوي۔امیر مقام ووئيل دا مهال وفاقی حکومت سیلاب ځپليو له ريليف وركولو او د هغوي بحالۍ ته خاص پام لرنه كوي۔ده ووئيل وزیراعظم پاور ډویژن ته سپارښته كړې چې سيلاب ځپليو سيمو كښې په سمدستي توګه د برېښنا بحالي باوري كړي او هم دغه وجه ده چې د ګرډ سټېشنز د بحالۍ كار په هنګامي بنيادونو روان دے،ده ووئيل وزیراعظم نيغ په نيغه د بحالۍ عمل نګرانی کوي،امیر مقام ووئيل د اوسني سيلاب په نتيجه كښې د برېښنا ترسیلی نظام ځپلے شوے ؤ او ځيني سيمو كښې د برېښنا پولز هم سیلاب غورځولي وو ، ده ووئيل د موجودہ حالاتو تقاضا ده چې ټول قام يو شي او د سيلاب ځپليو مرستي او بحالۍ عمل كښې برخه واخلي۔ دې څخه وړاندې انجینئر امیر مقام په مشرۍ كښې غونډه كښې هغه ته د پیسکو چارواكو د برېښنا ترسیلی نظام ته د رسيدلي زيان او ترسیلی نظام بحالۍ په اړھ بريفنګ وركړو









